1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نيم ميليون کوچنيان اروپا ته قاچاق سوي»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعه

يونيسېف وايي چي د ۲۰۱۵م کال له جنوري مياشتي راهيسي نيم ميليون ماشومان قاچاق وړونکو اروپا ته قاچاق کړي دي. زياته سوې چي په هغوی کي تقريبا ۱۰۰ زره هلکان او انجوني بې سرپرسته راوستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1JusS
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق يونيسېف د جمعې په ورځ په ژنيف کي د ماشوم مهاجرو په تړاو معلومات وړاندي کړل. ويل سوي دي چي د ۲۰۱۵م کال له جنورې مياشتي راهيسي قاچاق وړونکو اروپا ته ۵۰۰ زره ماشومان قاچاق کړي دي. زياته سوې ده چي په دغو کي تقريبا ۱۰۰ داسي کمسنه نجوني او هلکان دي چي بې سرپرسته اروپا ته راوستل سوي دي.

د يونيسېف په وينا دغه ماشومان چي له بحران ځپلو هيوادونو لکه سوريې څخه دي، په اروپا کي او يا د اروپا پر لاره د تجارتي بدلمنۍ، جنسي تېري، ناوړه ګټه اخيستنې او تاوتريخوالي په شان يو شمېر ګواښونو سره مخامخ کېدلای سي.

د قانوني مشورو د آسانتيا غوښتنه

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د مهاجرت پر لار پر واقع دولتونو ږغ کړی دی چي د ماشوم مهاجرو د خونديتوب له پاره دي قاطع اقدامات وکړي او د هغوی د ښېګڼي له پاره دي هلي ځلي وکړي. دغه سازمان د بېلګي په توګه دا غوښتنه کړې ده چي په يونان او اېټاليا کي دي د ماشومانو او د هغوی سره د مل کسانو له پاره د لا بهتره او زياتي قانوني او حقوقي مرستو آسانتياوي برابري کړل سي.

زياته سول چي له کوم وخت راهيسي چي بعضو اروپا يي هيوادونو د مهاجرو د بهير په وړاندي لاري بندي کړي دي، نو قاچاق وړونکو نورو لارو ته مخه کړې ده. د دغه سازمان په وينا مخ په ډېرېدونکې توګه د انسانانو د چاقاق له پاره اوس د هغو لارو څخه ګټه اخيستل کيږي چي عموما د مخدره توکو او د وسلو د قاچاق له پاره استعماليږي.

د یونيسېف په وينا د انسانانو قاچاق وړونکي او ورسره ملګري ډلې يې هر کال تقريبا شپږ مليارده ډالره په لاس راوړي. زياته سوه چي که څه چي په دغو ډلو کي يو شمېر نور غېر قانوني کارونه هم کوي خو تمرکز يې د انسانانو د قاچاق پر لور وي.

۳۲۰۰ مهاجر مړه سوي

د کډوالو له پاره د نړيوال سازمان (IOM) په وينا د ۲۰۱۶ کال د جنورې مياشتي راهيسي تقريبا ۲۸۰ زره نارينه، ښځي او ماشومان د کښتيو په مرسته د اروپا سواحلو ته راغلي دي. د ياد سازمان د شمېرو له مخي په ياد شمېر مهاجرو کي ۱۶۴ يې يوازي و يونان ته رسېدلي دي چي زياتره يې له سوريې، افغانستان او عراق څخه دي.

د کډوالو د نړيوال سازمان په وينا تقريبا ۱۱۲ زره مهاجر سږ کال اېټالې ته رسېدلي چي تقريبا ټول يې له افريقايي هيوادونو لکه نايجيريا، ايريتريا او ګامبيا څخه دي. د ياد سازمان په وينا د ۲۰۱۶ کال د جنورې راهيسي تقريبا ۳۲۰۰ مهاجر په مديترانه او نورو خطرناکه لارو کي مړه سوي دي. ويل سوي چي د دغو څخه اکثره په اوبو کي ډوب سوي دي.

د يونيسېف په وينا د شمالي افريقا څخه تر اېټاليې پوري د مديترانې د اوبو لاره سږ کال تر بل هر کال ډېره خطرناکه ده. د دغه سازمان په وينا سږ کال پر دغه لار د رارسېدلو هرو ۴۲ انسانانو پر سر يو انسان ډوب سوی دی. دا په داسي حال کي چي تېر کال پر دغه لار د هرو رسېدو ۵۲ کسانو پر سر يو انسان ډوب سوی ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.02.2016):