نيدرزاکسن ته لنډه کتنه
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهنيدرزاکسن د خمکې د مساحت له نظره له بايرن نه وروسته د آلمان دوهم لوی ايالت دی. دغه ايالت له شمالی سمندرګي څخه د هارڅ تر منځنيو غرونو پروت دی. د آسونو ټاټوبی نيدرساکسن چې په دولتی نښان يی په ټوپ وهونکی آس انځور شوی، تر ډيرو نورو آلمانی ايالتونو څخه پياوړئ زراعت لری. ځکه د ايمز او ايلبې ددريابونو تر منځ پروت دغه ايالت د جوړښت د بدلون له لحاظه ، د موټرو د صنعت رانغاړلی دی.
د نيدرساکسن په وُافسبورګ کې د فولکس واګون دموټرو نړيوال مرکز پروت دی. خلک وايي: « که فولکس واګون وټوخيږی، نو نيدرساکسن سړو وهلی» تراوسه دلته د فولکس واګون له۵۰ مليونو نه ډير موټو جوړ شويدی. د صنعت څلورمه برخه دکار ځای د موټر جوړولو او ليږدولو دی.
د چرګانو ساتنه او ګدامونه
دغه راز په زراعت کې هم نيدرزاکسن لوړ مقام لری. دغه ايالت د کچاليو او همداشان د خينځيرو چرګانو او فيلمرغانو په ساتنه کې د بازار مخکښ دی. د ايالت په پلازمينه هانوفر کې هرکال نړيوال نندارتونونه اود هغو په ډله کې د کمپيوټر د نندارتون جوړيږی.
د براونشوايګ او ګوتينګين پوهنتونونه د څيړنو غوره مرکزونه جوړوی. په هيلدزهايم کې سړی کولای شی له هغو کليساوو څخه ليدنه وکړی چې په نړيوال کلتوری ميراث وياړل شويدی. ځکه نو نيدرساکسن د کلتور له پلوه هم د وړاندې کولو لپاره څه لری.
د خوړونو او ډنډونو طبيعت
تر ټولو زيات ددغې هوارې سيمې د طبيعت رازرازوالي نيدرزاکسن د توريستانو لپاره په زړه پورې کړيدی. د شمال سمندری غاړې د بورکوم، يوايست، نوردانای، بالتورم، لانګيوګ، شپيکيروګ او وانګيروګ أه ټاپوګانو سره دغه ايالت ته نور هم پياوړی مقام وربښی. د لونيبيرګ له څرځايونو سره د هارڅ منځني غرونه او ویساربيرګلند د تبديل هوا لپاره ښکلې منظرې جوړوی.
سپین ويونکي او له ظرافت نه ډک
د نيدرساکسن خلک سپین او لږ څه سرټمبه دی. په لومړی نظر کوم بل خصوصيت نه ترسترګو کيږی، خو د نيدرزاکسنيانو د زياتو استعدادونو د په نظر کې نيولو سره ظرافت په پوره توګه څرګند دی.
معلوما ت
د وګړو شمير: ۸ مليونه تنه
مساحت: ۴۷،۶۴۲ کيلومتر مربع
دايالت پلازمينه: هانوفر
د بنسټ جوړيدو نيټه: ۱.۱۱.۱۹۴۶
د اقتصاد اهمې څانګې: دموټر جوړولو صنعت