نوې شواهد په پلوتون کې د پټ سمندر شتون ته اشاره کوي
۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبهد ناسا د هاریزون سپوږمکۍ نوې موندنې دې موضوع ته اشاره کوي. دغه سپوږمکې د جانز هاپکینز له پوهنتون څخه اداره کیږي.
د سپوږمکۍ موندنې د دې اوونۍ په "طبیعت" مجلې کې خپرې شوې دي. د کلفورنیا د سنتا کروز له پوهنتون څخه فرانسیس نیمو، چې په دې اړه د څیړونکې ډلې یو له مشرانو څخه دي، ویلي دي: "په ځمکه کې یو لوی بیضیی سوری دی، له دې کبله اضاقي وزن باید تر سطحې لاندې چیرې پټ وي. یو سمندر د دې [د وزن] د اخیستلو یوه طبیعي لاره ده."
څیړنې اوس پر یوه ۶۰۰ مایله اوږد، ۲۰۰ مایله پراخ او ۲ مایله ژور ګودان باندې متمرکزې شوې دي. پر دې ځای باندې دې "سپوتنیک پلنیشیا" نوم ایښودل شوی دی.
نیمو ویلي دي چې تر سطحې لاندې سمندرونه ښايي په "کوپر کمربند" کې پرتو نورو سیارو کې هم موجود وي. هغه زیاته کړې ده: "دغه سمندرونه ښايي ډیر په زړه پورې وي او ښايي یخ نه وي وهلي."
پلوتون له لمر څخه د ځمکې په پرتله ۴۰ وارې په لیرې واټن کې پرته سیاره ده خو بیا هم ۴،۶ مليارده کاله مخکې تر خپل جوړیدو وروسته، دومره رادیو اکتیفو تودوخه لري چې اوبه په مایع حالت کې ساتلی شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: