نوې سروې: هر ساعت يو افغان خپله سترگه د لاسه ورکوي
۱۳۸۹ آبان ۴, سهشنبهپه همدي لړ کي نن د عامي روغتيا وزارت او د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري يو لس ورځنۍ کمپاين هم په لاره واچول سو تر څو هغو افغانانو ته چي د سترګو تکليف لري مرسته وکړای سي.
د دغه کمپاين لپاره د کويت دولت نوي زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده .
ويل کيږي چي دمګړۍ د يو نيم مليون افغانانو سترګي ناروغي دي او د دغي شميري نيمايي د جوړيدو وړنه دي.
د روغتيا نړيوال سازمان همدا راز ويلي چي په هر ساعت کي د دريو افغانانو سترګي خپل ځير له لاسه ورکوي.
ويل کيږي چي د يو نيم مليونو وګړو څخه چي د سترګو په ناروغۍ اخته دي اتيا سلنه يي ځوانان جوړوي چي کيداي سوای د سترګو په ناروغۍ يې د اخته کيدو مخه ونيول سي.
د عامي روغتيا وزيري ثريا دليل د وينا له مخه چي په افغانستان کي د سترګو د ناروغيو د درملني امکانات دير محدود دي.
« موږ يوازي په څو لويو ښارونو کي د سترګو د ناروغيو د درملني لپاره مراکز لرو، خو د دغي ناروغۍ د مخنيوي يوازنۍ لاره دعامه پوهاوي لاره ده چي له دي لاري کولای سو خلکو ته د سترګو په نا روغۍ د اخته کيدو د مخ نيوي لاري چاري ور وښيو.»
په افغانستان کي د روغتيا د نړيوال سازمان استازي پيتر ګراف بيا وايي چي کولای سو په څو دقيقو کي د يو داسي کس چي د سترګو ديد يي کم وي په ۴۵ ډالرو درملنه وکړو .
د ګراف د وينا له مخه چي په افغانستان کي هر کال د سترګو د جراحۍ يوسل او شپيته زره عملياتونه تر سره کيږي او دا د افغانانو د سترګو اوسنيو ناروغيو ته په کتو سره کافي شمير دي.
رسمي شميرې ښيي چي نوي سلنه هغه کسان چي د سترګو د ځير د کموالي په ناروغۍ اخته دي په فقير ميشته سيمو کي ژوند کوي .
د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا که چيري د څلور سوه زره افغانانو د سترګو د ځير د ناروغۍ لپاره عمليات تر سره سي نو افغانستان سل مليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.
د سترګو د ځير نړيواله ورځ له ۲۰۰۲ کال را پدي خوا په نړۍ کي لمانځل کيږي چي افغانستان هم نن دغه ورځ ولمانځله .
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل