نوی کال مبارک! د آلمان ږغ ځانګړی راډيويي پروګرام
۱۳۹۴ فروردین ۱, شنبهپه مزار شریف کي د جنډې د پورته کولو مراسم د پخوانیو کلونو برعکس یو څه ناوخته شروع سول او د روضې مبارکي څخه جنډه نن پر ۱۱ بجو پورته سوه . په دغو مراسمو کي د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه په لس هاوو زرو کسانو گډون کړی ؤ او حتی د همسایه هیوادونو څخه ورته خلگ راغلي وه.
په دغو مراسمو کي د کابل څخه راغلو ډیرو دولتي چارواکو، وزیرانو، وکیلانو او خارجي ډيپلوماټانو هم گډون کړی ؤ، چي ځینو یې د نوی کال د رارسیدو په مناسبت خبري هم وکړې. که څنگه چي د بلخ څخه زموږ خبریال عبدالحمید ساپی وايی ، د جنډې پورته کولو دغو مراسمو ته د پخوا په مقایسه ډیر خلگ راغلي وه ، چي حتی پر سړکونو باندي ځای نه ؤ او خلگ هري خواته پر پښو روان او یا پرسړکونو باندي ناست وه.
امنیتي تدابیر
سږکال هم د پخوانیو کلونو په ډول په مزار شریف کي ددغو مراسمو د تر سره کولو په خاطر سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وه او تر دغه گړیه کومه خرابه امنیتي پيښه نده رامنځته سوې. امنیتي تدابیر څو ورځي د مخه لا نیول سوي وه او هغه به د نوي کال د میلې تر ختمیدو پوري دوام وکړي.