نوی تعليمي کال
۱۳۸۵ فروردین ۷, دوشنبهد يونيسف د اجرائيوي مديريت مرستيالې ريما » صلاح «، په افغانستان کې د نوي تعليمي کال د پرانيستلو په ترڅ کې، د افغاني ماشومانو او ښځو د لا ښې ساتنې اولا ښه ملاتړ غوښتنه وکړه. د ښوونځيو پر خلاف د زورزياتي يرغلونو يوه لړۍ، د افغانستان د پرمختگ او ودې مخنيوی کوي.
د ښوونې پرسيستم بريدونه، بنسټيزو حقوقو ته گواښ
د يونيسف د اجرائيوي مديريت مرستياله ريما » صلاح « وايي: » د ښوونې پرسيستم باندې بريدونه، د افغانستان د خلکو بنسټيزو حقوقو ته گواښ کوي. مونږ له دولتي ادارو اوسيمه ايزو چارواکو څخه هيله کوو چي، په گډه، داسې لارې چارې ولټوي چې، بالاخره، ټول ماشومان وکړای شي چې ښوونځيو ته لاړشي. «
د نجونو او هلکانو لپاره بيل بيل تشنابونه
د يونيسف او د افغانستان د ښوونې اوروزنې د وزارت يوگډ نوښت غواړي چې، د بيلگې په توگه، دا تضمين کړي چې سږ کال، په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو لپاره، بيل بيل تشنابونه جوړ شي ځکه چې په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو لپاره د جلا جلا تشنابونو نشتوالی، د نجونو د ميندو او پلرونو لپاره د دې دليل دی چې، خپلې لوڼي ښوونځي ته له تللو څخه منع کړي.