نوکیا ۳۳۱۰ له یو څه بدلون سره بیا بازار ته راوځي
۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبهد نوکیان ۳۳۱۰ نوی ماډل د پخواني ماډل پر خلاف چې په افغانستان کې یې د هغه د کلک والي له کبله ورته آن «سنګ پای» هم ویل، زیات امکانات لري. دغه تلیفون رنګه هینداره، د انترنت اسانتیا او یوه کمره لري.
د فنلندي شرکت «اچ ام دي ګلوبل» مشر آرتو نوملا، چې د یوه تړون له مخې د نوکیا تلیفونونه جوړوي، ویلي دي چې نوي تولید شوی نوکیا ۳۳۱۰ تلیفون به «د مار» مشهوره لوبه هم ولري.
هغه په بارسولانا کې د موبایل د نړیوالې کنګرې په څنډه کې وویل: «دغه موبایل د دې امکان لري چې تاسو په کې ۲۲ ساعته خبرې وکړئ، یعنې د پخواني موبایل په پرتله لس وارې ډیر وخت.»
د نوکیا ۳۳۱۰ ډوله تلیفون تولید په ۲۰۰۰ کال کې پیل شو او د ۱۲۰ میلیونه تلیفونونو تر پلورل کیدو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د دې تلیفون د تولید بهیر پای ته ورسید. په دې ترتیب سره دغه موبایل د نړۍ یو له ډیرو پلورل شویو ګرځنده تلیفونونو څخه شو.
کارپوهانو ویلي دي چې د دې تلیفون د تولید بیا پیلول، یوه ډیره ښه پریکړه ده. د «اچ ام دي ګلوبل» شرکت به پر دې سربیره درې ډوله نور نوکیا تلیفونونه هم تولید کړي چې د اندراید پر سیستم کار کوي. دغه تلیفونونونه نوکیا ۳، نوکیا ۵ او نوکیا ۶ نومول شوي دي.
نوکیا له ۱۹۹۸ کاله بیا تر ۲۰۱۱ کاله پورې په نړۍ کې د کرځنده تلیفونونو تر ټولو لوی شرکت وو خو بیا وروسته یې ځای د سویلي کوریا شرکت سمسونګ، ونیوه.