نوکياNokia نه غواړي په جرمني کي د تليفون جوړولو کار ته ادامه ورکي
۱۳۸۶ دی ۲۷, پنجشنبهد شرکت د کارخانې د پاته کيدو په باب معامله او خبري وکي .
په هلسنګي کي ددغه شرکت يوې وياندي وويل ،چي د کارخانې تړل په دقيق ډول سنجول سوي دي . د جرمني حکومت او د نورد هاين ويستفالن د ايالت حکومت د نوکيا څخه وغوښتل چي پردغه موضوع باندي ورسره خبري وکي، او په عين حال کي يې اخطار ورکۍ ، چي په بل صورت کي به تشويقي پيسې بيرته ځني وغواړي . نوکياNokia د 1995 کال څخه بيا تر 1999پوري ددغه ايالت څخه 60 مليونه ايرو تشويقي پيسې پلاس راوړي وې، او 28 مليونه نوري يې د جرمني د حکومت څخه پلاس راوړي وې .
د اروپايي ټولني کميسيون اوس پر دې باندي غور کوي چي آيا نوکياNokia خو به په رومانيا کي د اروپايي ټولني د کومکي ذخيرې پيسې پلاس نه وي راوړي، او يا وعده نه وي ورسره سوې .
په جرمني کي د ټولو ګوندونو سياست مداران د نوکياNokia د شرکت دې خبري ته د شک په سترګه ګوري ،چي ګواکي جرمني نور د سيالۍ او رقابت وړ ځای ندی .
د نوکيا شرکت ويلي وه ،چي د جرمني دغه مؤسسه به ددغه عيسوي کال تر پايه پوري وتړل سي ، او رومانيا او هنګري ته به انتقال پيدا کي ،چي په نتيجه کي به د جرمني د بوخوم په ښار کي 2300 کارکونکي بيکاره سي .
ځينو کسانو د نوکياNokia موبايل تليفونو پر رانيولو د بايکوټ غوښتنه کړې ده .