نوکيا اوس د تليفون په بازارکي رقابت نسي کولای
۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبهدغي کمپني مخکي ويلي وه چي د روان کال په دويمو درو مياشتو که به 6.6 ميليارده ډالره فروشات ولري خو اوس وايي چي دغه به6.1 ميليون ډالره وي.
د نوکيا د چارواکو په حواله په راتلونکو درې مياشتو کي به د نوکيا د محصولاتو او خدمتونو بازار، لکه څنګه چي اټکل يې کيدی هغسي تود نه وي:
د نوکيا کمپنۍ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، د روان کال په دويمو درو مياشتو کي به د نوکيا د محصولاتو د خرڅلاو په کچه کي ټيتوالی راسي.
د دغه خبر په خپريدو سره سمدلاسه د نوکيا په اسهامو کي ټيتوالی راغی چي د دغي کمپني اسهام يي د 1998 کال را په دې خوا تر تولو ټيټي بيي ته را کښته کړل.
د نوکيا د چارواکو په حواله د دغي کمپني د محصولاتو او خدمتونو د بيي او خرڅلاو د اندازي ټيټوالی کيدای سي چي ټول کال دوام وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي نوکيا پخوا ويلي وه چي د محصولاتو خرڅلاو به يې د کال په اخرو کي لوړ سي.
اوس نوکيا وايي چي تر دي وروسته به د ټول 2011 کال د خرڅلاو په اړه معلومات خپاره نه کړي او يوازي د لنډي مودې اعداد او ارقام خپاره کړي.
اوس هم نوکيا په نړي کي د گرځنده تليفون تر ټولو ستره کمپنۍ ده. خو دغي کمپنۍ په دې ورستيو کلونو کي په خپل خرڅلاو کي ډير کموالی را وستی.
د کمپنۍ د چارواکو په خبره، ددوی په خرڅلاو کي وروستی ټيټوالی د کرځنده ټليفونو په مارکيت کي د بې حده جدي رقابت له وجي رامنځ ته سوی.
په مارکيت کي د ښه رقابت د کولو په موخه اوس نوکيا د مايکروسافت کمپني سره يو تړون لاس ليک کړی.
د دغه تړون له مخه به د روان کال په اخرو کي لومړی د «ويندوز سيستم» لرونکي نوکيا کرځنده ټيليفون بازار ته راسي چي اټکل کيږي ډير پيريدونکي به ولري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل