1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوو ترهګري بريدونو اندونيزيا سخته ولړزوله

۱۳۸۸ تیر ۲۶, جمعه

نن جمعه د اندونيزيا په پايتخت جاکارتا کښي په 2 لوکسو هوټلو کښي د بمي چاودونو له کبله 9 تنه مړه او په لس هاوو ټپيان سوي دي ،چه داد2002 عيسوي کال دبالي د سختو حملو پيښي بيا راپيادوي ...

https://p.dw.com/p/IrhU
هغه يو هوټل چه نن چاودنه پکښي وسول
هغه يو هوټل چه نن چاودنه پکښي وسولانځور: AP

پيغام ډير بنسټپاله او افراطي دی : پر امنيتي تدبيرونو او فعال ترهګريز ضد سياست سربيره ترهګرانو وکولای شول چې د اندونيزيا په زړه کې ناوړه قصد عملي کړي . په جاګارتا کې بميزي چاودني د اندونيزيا د نوي ټاکل شوي ولسمشر سوسيلو بامبانګ يودهويونو لپاره يو سخت ګوزار دی .

په وروستيو کلونو کې د سهيلي آسيا د القاعده د جماع اسلاميه د ښاخې، ترهګريزه ډله يوڅه آرامه وه.

دلته امنيتي ځواکونو د بالي په چاودنو کې د ګډونوالو په اعدام سره هم څه برياليتوب تر لاسه کړی وو. په داسي حال کې چې په ټوله نړۍ کې د ترهګريزو ګوزارونو شمير زياتيده، داسي بريښيده چې اندونيزيا چې ډير وخت د 2002 کال د بنسټپاله بمي چاودنو تر اغيزي لاندي وه، دغه ستونزه تر کنترول لاندي ولري .

له دې غلط سوچ څخه اوس بايد سړی ځان راوباسي . امنيتي تدابيرو څرنګه چې د اندونيزيا په ټولو لوکسو هوټلونو کي معمول دي، د چاودنو مخه ونسوای نيولای . او په جوته توګه ترهګرانو د اندونيزيا د پلازميني په ډيرو د ليدو وړځايونو کې د يوه منظم عمل لپاره کافي زيربنا درلوده .

په بالي کې ترهګري، په جاګارتا کې د آستراليا پر سفارت او بيا يو ځل مخکې د مارييوټ پر هوټل باندي بريدونه : هم په تيرو کلونو کې او بيا اوس هم هدف خارجيان دي . دواړه لوکس هوټلونه د ډيرو خارجي ټوريسټانوپه ورتلوسره شهرت لري . خو د بمې چاودنو قربانيان بيا د پيښي په ځايونو کې تر ټولو زيات اندونيزيايان دي .

د اندونيزيا ګرځندوی او ټوريسټی برانچونه نوي د بالي د چاودنو د پاته شونو څخه وروسته بيرته پر پښو ودريدل . خو د سفرونو په اړه نوي ګواښونه به دغه تمايل ته خاتمه ورکړي . دا چې دلته د ترهګرۍ پانګه اچوونکي يوازې ډار منځته راوړي، وروسته به روښانه شي .

په جاکارتا کې په بمونو د هوټلونو نړيدلي ديوالونه به د ډير نفوس لرونکي دغه اسلامي هيواد پرستيژ ته سخت تاوان ورسوي . اودا ښکاره ده چې څومره په بې انصافۍ . د اندونيزيا وګړو په وارو وارو وښودله چې د بنسټپالۍ لپاره په ټولنه کې ځای نه لري . حتی مذهبي ګوندونه لږ اغيز لري او په ټولټاکنو کې هيڅ چانس نلري .

Bombenanschläge in Jakarta, Indonesien
انځور: AP

کله چې تير کال د هيواد پارلمان قوي مذهبي په اصطلاح د پورنو ګرافۍ (Pornographie ) ضد قانون راوايسته، د پرګنو تر منځ پراخ بحثونه پرې وشول، چې تر ننه پوري لا نه دي ساړه شوي .

ويښه ملکي ټولنه او انتقادي رسنۍ د مذهبي محافظه کارانو د اغيزي او بنسټپالو خطيبانو تر منځ لانجه او خبری اتري ژوندۍ ساتي .

اندونيزيا نه يوازي ډير نفوس لرونکی اسلامي هيواد دی، بلکه د اسلامي نړۍ په منځ کي د پرانيستي نظر لرونکی هيواد هم دی . نو له دې امله ډيره خواشينوونکې ده چې يو وار بيا په نړۍ کې د ترهګرانو د لوبو ډګر ګرځي .

د بريدکوونکو دانګيزې په اړه تر اوسه پوري يوازي اټکل کيدای شي . ښکاره ده چې دوی پر دې بريالي شوي دي ، چې دغه هيواد ته سخت زيان ورسوي . خوکه دوی دا خيال کړی وي چې په دغه بريد سره به نور پلويان ځانته پيدا کړي، نو داندونيزيا له خلکو څخه به نا اميده شي .

خو بر عکس : اندونيزيا به خپل دترهګرۍ ضد سياست لا سخت کړي، او ولسمشر يودهويونو به دداسي پرګنو سره مخامخ کيږي چې لومړي خو نه، ولي د بالي تر چاودنو وروسته له تندلارې توب او تشدد څخه تر پزي راغلي دي .

ګولټه / سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري