1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نومول سوو وزيرانو ته په پيسو رايه مه ورکوی»

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د ولسي جرگې اداري هيئت د جرگې پر استازو ږغ کړی دئ، چي د نومول سوو وزيرانو مېلمستياوو ته ور نه سي. ټاکل سوې ده، چي په راتلونکې اوونۍ کي څلور تنه نومول سوي وزيران د ولسي جرگې د باور رايه واخلي.

https://p.dw.com/p/164B8
انځور: AP

د ولسي جرگې اداري هيئت وايي، چي استازي بايد د وزيرانو په مېلستياوو کي گډون و نه کړي او نه هم بايد له هغوی څخه د رايه په بدل کي د پيسو غوښتنه وکړي.

د ولسي جرگې دوهم مرستيال نعمت الله غفاري، چي د چهارشنبې ورځي د غونډي مشري ئې کوله وويل، چي که نومول سوي وزيران رايي ته اړتيا لري نو مخامخ دي له دوی سره په تماس کي سي.

هغه وويل:«د ولسي جرگې استازي به هغه چا ته د باور رايه ور نه کړي، چي دلالي کوي.»

خو رمضان بشردوست د غفاري له دې خبري سره مخالفت وکړ او وئې ويل، که وزيران مخامخ له استازو سره په تماس کي سي، بیا هم د معاملې له پاره زمينه برابريږي:

«دې ته څه اړتيا ده چي تاسو وزيران او کانديدان دې ته تشويقوی چي وکيلانو ته تليفون وکړي او شفاهي معامله وکړي او چنې ووهي، چي څو ډالره راکوي او څوک وټاکو.»

تر دې دمخه هم يو شمېر استازو شکايت کړی وو، چي د وزيرانو له خوا د پيسو وېش او مېلمستياوي د دې سبب کيږي، چي د ولسي جرگې يو شمېر استازي د هغوی و پيسو ته رايه ورکړي نه د هغوی و لايقت ته.

د سانسور په اړه اعتراض

له نزدې يوې نيمي مياشتي راهيسي خبريالان، فلم اخيستونکي او عکاسان د اولسي جرگې و تالار ته لاس رسی نه لري.

د ولسي جرگې دارالانشا د خبريالانو له پاره يوه بله خونه جوړه کړې ده او د خبريالانو په خبره هلته دوی ته په اصطلاح«فلتر سوي انځورونه» ور کول کيږي.

د مجلس پر مهال عکاسي بنده ده او خبريالان نه پوهيږي چي د بحث پرمهال څه تيريږي.

خبريالانو پر دې خونه باندي د «سانسور خونه» نوم ايښی دئ. بالاخره د سانسور شکايت اوس هغه ځای ته رسېدلی دئ، چي تيره ورځ په ولسي جرگه کي د کابل استازي بکتاش سياوش له غونډي ووت او وئې ويل، چي تر هغه وخته چي سانسور له منځه نه وي تللی د نه خوړلو اعتصاب به وکړي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل