1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوماندان تر ۲۴ ساعتونو خپل شکایتونه ثبتولای شي

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان کولای شي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې له دوی سره خپل شکایتونه ثبت کړي، تر څو دوی یې په هکله څیړنه وکړای شي.

https://p.dw.com/p/1CY9u
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر پنځه ورځني ځنډ وروسته د دوشنبې په ماښام د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوې. د دغه پایلو له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴ سلنه او ډاکټر عبدالله عبدالله، ۴۳،۵۶ سلنه رایې گټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ډاکټر عبدالله د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو پلویانو پر وړاندې وویل چې د ټاکنو پایلې نه مني.

خو د سه شنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون اعلان وکړ چې دواړه نوماندان څلورویشت ساعته وخت لري تر څو د لومړنیو پایلو په اړه ورسره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون ویاند نادر محسني، وویل چې نوماندان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د درغلیو او سرغړونو پر وړاندې ورسره شکایتونه ثبت کړي تر څو پر وړاندې یې څیړنه وکړي:

«د تیر ځل په شان باید ونه شي چې موږ ارزونې خلاصې کړې وې او دوی له هغې وروسته شکایتونه راسره ثبت کړل. د تګلارې سره سم سبا تر اتو بجو پورې وخت لري چې د درغلیو او سرغړونو په اړه شکایتونه ثبت کړي. په هره کچه چې تقلبي رایې سیستم ته داخلې شوې وي موږ مکلف یو چې دهغو څیړنه وکړو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند همدا شان وویل چې د شاوخوا شپږو هغو ولایتونو د رایو په هکله به تفتیش وکړي چې په اړه یې د درغلیو ستر شکونه موجود دي. محسني زیاته کړه چې د خپلو پرېکړو او ارزونو هرې پوښتنې ته ځواب ویلی شي او له نوماندانو غواړي، که یې پر چارو نیوکه لري له دوی سره دې شریکه کړي تر څو قناعت ورکړی:

«د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون دنده شکایتونو ته ځواب دی. هر چیرته چې شکایت وشي موږ د قانون له حکم سره سم مکلف یو چې دواړو ټیمونو ته قناعت بخښونکی ځواب ورکړو. نو له همدې کبله ویلو شو چې موږ خپلې هرې پرېکړې ته ځواب ویونکي یو او د تاوتریخوالي غوښتونکي نه یو.»

د لومړنیو پایلو په هکله د جمهوري ریاست اعلامیه

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپرې شوې وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې ولسمشر د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په هیواد کې د انتخاباتي پروسې د بشپړیدو په برخه کې د یوه بل گام په توگه یاد کړی دی.

په بیانه کې ویل شوي دي چې ولسمشر د ټاکنو په دواړو دورو کې په لویه کچه د خلکو گډون د دیموکراسۍ پیاوړي کیدو او د ملي حاکمیت تثبیتیدو ته د افغانانانو د ژمنتیا په توگه یاد کړی. خبر پاڼه د حامد کرزي له قوله زیاتوي چې «انتخاباتي خپلواک کمیسیونونه دنده لري چې په بشپړ شفافیت او د تاریخي مسوولیت په درک کولو سره خپل تفتیش تر سره کړي.»

خبر پاڼې له مخې ولسمشر ویلي دي چې د ټاکنو گټونکی به هغه وخت معلوم شي چې شکایتونو ته د رسیدگۍ او پاکې رایې له ناپاکو بیلولو وروسته نهایي پایلې اعلان شي. ولسمشر هیله څرگنده کړې ده محترم کاندیدان به په دې برخه کې د انتخاباتي کمپیانونو سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي، تر څو دغه پروسه کامیابه کړي.