1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستاني: د وانټ وايگل ولسوالي بيرته دولتي ځواکونو ونيوله

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د نورستان والي تميم نورستاني، د دغه ولايت د نا امنه ولسوالۍ وانټ وايګل د بيا ولکي خبر ورکړی. دغه ولسوالي د څو مياشتو راهيسي د وسله والو طالبانو په ولکه کي وه. د ځايي اوسيدونکو په خبره هلته بهرني جنگيالي هم راټول سوي ول.

https://p.dw.com/p/12eoS
يو تن بهرنی عسکر
يو تن بهرنی عسکرانځور: AP

د نورستان والي تميم نورستاني چي څه باندي دوې اونۍ دمخه د دغه ولايت مقام ته غوره سوی، وايي چي دغه ولسوالۍ د افغان او ايتلافي ځواکونو د ګډو هڅو په پايله کي تيره شپه د مخالفينو له لاس څخه وايستل سوه.

نوموړي وويل، په هغه جګړه کي چي له تيرو څو ورځو راهيسي روانه وه دغلته شاوخوا څلويښت زور پالي طالبان وژل سوي، چي د ځينو مړي يي هم د جګړې په ډګر کي پاتي دي او له پيژندګلوۍ وتلي دي.

د وانټ وايګل غرنۍ  ولسوالۍ د پاکستان د چترال او نورستان ولايتونو تر منځ پرته ده چي تير کال څو څو ځله پري د کورنيو او بهرنيو زورپالو له لوري بريدونه وسول ترهغو چي حکومت دې ته اړ سو چي خپل سرتيري له دغي ولسوالۍ پر شا کړي.

نورستاني نن د ټليفون پر کرښه په کابل کي دويچه ويله ته وويل، چي د ايساف ځواکونو هوايي او ځمکنيو قواوو هم په دغو عملياتو کي چي اوس له محارب ډول څخه د پلټني ډول ته  داخل سوي له افغان ځواکونو سره ملتيا کړې ده.

نورستاني وايي ترهغه، چي دغه سيمي نسبي امن و نه لري ترهغه پوري ګرانه ده چي ښه حکومت ولي ورته راوستل سي او تر هغه پوري چي ښه حکومت ولي او د قانون حاکميت نه وي نافظ سوي ترهغه  پوري ګرانه ده چي دغلته خلک په خپل حکومت باور وکړي.

نورستان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چي ورته ورتلونکي لاري ډيري خرابي دي او اکثراً ورته اکمالات د هوا له لاري رسول کيږي.

تميم نورستاني وايي چي په نورستان ولايت کي هيڅ بهرني سرتيري هم شتون نه لري او هغه سرتيري چي ددوی د مرستي لپاره راغلي هغه هم په بګرام، ننګرهار او کنړ ولايتونو کي د بهرنيو پي ار ټي ګانوغړي دي.

را رسيدلي رپوټونه کاږي چي وسله والو طالبانو څخه په وانټ وايګل ولسوالۍ کي يو شمير وسلي او موټرسايکلي هم پر ځای پاتي دي.

د نورستان د مرکز پارون څخه د وانټ وايګل يوه اوسيدونکي د ټليفون پر کرښه د پنج شنبي په ورځ دويچه ويله ته وويل، چي وسله والو کسانو له ولسوالۍ څخه تر وتلو وروسته دغلته موجودو تاسيساتو ته اور ورته کړي او هر څه يي پکښي سوځولي دي.

خو د نورستان والي تميم نورستاني وايي، چي په وانټ وايګل کي د ولسوالۍ لپاره داسي کومه ودانۍ پخوا هم نه وه موجوده، چي حکومتي مامورينه ترينه په سمه توګه کار واخلي.

نورستاني وايي هغه  ټولي سيمي به د طالبانو او خارجي ترهګرو له شتون څخه پاکي کړي چي په تيرو څو کلونو کي يي لاندي کړي او له هغه ځاي څخه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډيرو برخو ته ګواښونه جوړوي.

تميم نورستاني وايي دوی به د سيمو تر تصفيې وروسته قومي مشران را غواړي او له هغوي څخه به د دوي د غوښتنو په رڼا کي د حکومت والۍ لپاره مرسته غواړي.

د يادولو وړ ده چي د نورستان ولايت يو شمير نوري سيمي لا هم د زور پالو په لاس کي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل