1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف له افغانستان سره د سرحد پرانیستلو امر کړی

۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، د دوشنبې په ورځ په عاجله توګه له افغانستان سره د پولې د ژر تر ژره پرانیستلو امر وکړ. دغه سرحد له یوې میاشتي راهيسي تړلی دی.

https://p.dw.com/p/2ZWPG
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د پاکستان پوځ د فبروري مياشتي پر۱۶مه نیټه له هغه وروسته له افغانستان سره د خپل هیواد پوله وتړله چې په دغه هیواد کې يو خونړی برید وشو. پاکستان ادعا کوي چې دغه برید له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتو یاغیانو ترسره کړی وو چې په پایله کې يې تر۹۰ ډیر کسان ووژل شول.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد د تړل کیدو له کبله ډېر کسان په دواړو هیوادونو کې بند پاته شول او په سونو لارۍ موټر چې تجارتي مالونه یې لږدول، د پولې په دواړو غاړو کې بند پاته شول.

د افغانستان د سوداگرۍ خوني چارواکو تر دې مخکې ویلي ول چې د پولې تړل کیدل هره ورځ افغان او پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا درې میلیونه ډالر تاوان اړوي.

خو د نوازشریف له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ دغه پریکړه [د پولي د پرانیستلو پریکړه] د بشري لاملونو له مخې کړې ده.»