نن په گرجستان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهاعلان
نن په گرجستان کې د نوي پارلمان د ټاکل کیدو له پاره انتخابات تر سره کیږي. له شاوخوا ۳،۶ میلیونه وگړو څخه غوښتل شوي چې خپلې رایې وکاروي. په دغه ټاکنو کې د دغه هیواد د ولسمشر میخائیل ساکاشویلې د ملي غورځنگ په نوم اتحاد او د اپوزیسیون اتحاد چې د «گورجستان د خیال» په نوم یاديږي او مشرې ئې بیډسینا ایواني شویلي، کوي تر منځ به سیالي وي.