1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په وینزویلا کې د ولسمشرې ټاکنې تر سره کیږي

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16LqS

د وینزویلا په هیواد کې نن د ولسمشرې ټاکنې تر سره کیږي. د دغه هیواد ولسمشر هوگو شاویز، چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې په قدرت کې دئ د لومړي ځل له پاره له یوه قوي مخالف هینرکې کاپريلېس Henrique Capriles سره مخامخ دئ.

د رپوټونو په حواله کاپريلېس په نظر پوښتنو کې وړاندې شوی وو خو په وروستې سروې کې بیرته لس نمرې شاته پاتې شوی دئ. ولسمشر شاویز تیره ورځ پر ټولو سیاسي گوندونو باندې غږ کړی دئ چې د یکشنبې د ورځې د ټاکنو پایلې ومني. شاویز تر دې دمخه پر «ښي اړخو» تور لگولای دئ چې دده له لوري د ټاکنو د گټلو وروسته ئې د پایلو د نه منلو دسیسه جوړه کړې ده.