نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۱۳م کال پر همدې ورځ اطریش له فرانسې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۳۸م کال پر نن ورځ المان د خپل وسله وال پوځ په تیارسئ کولو باندې پیل وکړ.
د ۱۹۵۳م کال پر همدغه ورځ باندې پخواني شوروي اتحاد خپل لومړنۍ هایدروجن بم و ازمویه.
د ۱۹۶۱م کال پر نن ورځ د ختیځ المان پارلمان د یوه دیوال د جوړولو په حق کې رایې ورکړه چې ختیځ برلین له لویدیځې برخې څخه جلا کړي.
د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ په بنگله دیش کې د دوو میاشتو د موسمي بارانونو وروسته د سیلابونو له امله شاوخوا دوه نیم زره انسانان ووژل شول او د هیواد ۳۸ سلنه برخه د اوبو لاندې شوه.
د ۱۹۷۸م کار د اگست د میاشتې په دولسمه نیټه چین او جاپان د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۸۵م کال پر همدغه ورځ د جاپان د هوایي شرکت یوه الوتکه چې له اوساکا څخه ټوکیو ته روانه رانسکوره شوه او پکښې تر ۵۲۰ زیات انسانان ووژل شول.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ متحده ایالات، کاناډا او مکسیکو د آزاد تجارت پر سر موافقې ته ورسیدل.
د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ په هلمند ولایت کې په یوه سرویس موټر کې د بمي چاودنې له امله تر ۵۰ زیات انسانان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل