نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۸۷م کال پر همدې ورځ ترکیې له روسیې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۰۴م کال پر نن ورځ د جاپان سمندري ځواک د روسیې د سمندري بیړیو بندر، ارتور بیخي له کاره وغورځاوه.
د ۱۹۱۴م کال پر همدغه ورځ فرانسې په لومړۍ نړیواله جگړه کې له اطریش سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ چین، جاپان ته له سره الوتنې پیل کړې.
د ۱۹۹۴م کال د اگست د میاشتې پر لسمه نیټه بنگله دیشي لیکواله د تندلارو اسلامپالو له خوا په مرگ د گواښولو وروسته سویډن ته ولاړه.
د ۱۹۹۵م کال همدغه ورځ د صدام حسین دوه لوڼو او د هغوی د میړونو سربیره د پوځ د افسرانو یوه گروپ اردن ته ولاړل. پاچا، حسین هغوی ته سیاسي پناه ورکړه.
د ۱۹۹۸م کال پر همدې ورځ په چین کې د سیلابونو له امله تر ۲۰۰۰ زیاتو کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۹م کال پر نن ورځ په تائیوان کې د سختو طوفانونو له امله شاوخوا ۴۰۰ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش