1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

نن شنبه، د اگست د میاشتې ۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۱۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۴۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15jwo
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۱۴م کال پر همدې ورځ المان په بلجیم برید وکړ، بریتانیې له المان سره د جگړې اعلان وکړ او متحده ایالاتو د بیطرفه پاتې کیدو اعلان وکړ.

د ۱۹۱۶م کال پر نن ورځ ډنمارک خپله یوه جزیره پر متحده ایالاتو د ۲۵میلیونه ډالرو په بدل کې وپلورله.

د ۱۹۲۲م کال پر همدغه ورځ د ایټالیې په ښارونو کې د فاشستانو او نیشنلستانو تر منځ نښتې پیل شوې.

د ۱۹۶۸م کال پر نن ورځ اسرائیلي الوتکو د اردن په داخل کې د عرب چریکانو پر موچلو باندې بریدونه تر سره کړل چې پکښې ۲۳ تنه ملکي وگړي او پنځه تنه سرتیري ووژل شول.

د ۱۹۹۰م کال د اگست د میاشتې پر څلورمه نیټه د اروپایي اتحادیې ۱۲ هیوادونو د عراق له لوري پر کویت باندې د برید کولو وروسته له عراق څخه د تیلو واردول او د سوداگرۍ په یو شمیر تړنونو بندیز ولگاوه.

د ۱۹۹۸م کال پر همدغه ورځ طالبانو د سرې پل ولایت لاندې کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش