نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۶۴م کال پر همدې ورځ ترکانو ته د هنګري ځواکونو له خوا ماتې ورکړل شوه.
د ۱۷۹۰م کال پر نن ورځ په متحده ایالاتو کې لومړۍ سرشمیرنه پای ته ورسیده. د دې سرشمیرنې په پایله کې د امریکا نفوس څلور میلیونه کسان وښوول شو.
د ۱۸۸۰م کال پر همدغه ورځ انګلیسي ځواکونه پورتګال ته ورسیدل چې د دې هیواد څخه فرانسوي ځواکونه وباسي.
د ۱۸۸۴م کال پر همدې ورځ چین او جاپان د یو بل پر وړاندې د کوریا پر سر د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۱۴م کال پر نن ورځ المان د لومړۍ نړیوالې جګړې به پیل کې د روسیې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۳۶م کال د اګست د میاشتې په لومړۍ نیټه په برلین کې د المپیک لوبې پیل شوې.
د ۱۹۴۴م کال پر همدې ورځ د وارساو خلکو د نازیانو پر وړاندې په قیام لاس پورې کړ.
د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ د امریکا د دفاع وزارت له ویتنام څخه د خپلو ۳۰۰۰ سرتیرو په راایستلو باندې پیل وکړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم