نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۱۰م کال پر همدې ورځ بریتانیاوی ځواکونو په هسپانیې کې د دې هیواد ځواکونو ته ماتې ورکړه.
د ۱۷۹۵م کال پر نن ورځ هسپانیې له فرانسې سره د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ د چین او بریتانیا تر منځ د تریاکو جگړه پیل شوه. په دې وخت چین کې د بریتانیا د تریاکو یو شمیر کارگوگاني ونیولې.
د ۱۹۵۴م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۷مه نیټه بریتانیا او مصر سره یوې موافقې ته ورسیدل چې له مخې د سویس کانال تر ۷۲ کلونو وروسته د بریتانیا له کنترول څخه بهر شو.
د ۱۹۷۶م کال پر نن ورځ په د جاپان د وخت پخوانۍ ولسمشر تناکا ککاوي، ونیول شو او ورباندې د رشوت اخیستلو تورونه ولگول شول.
د ۱۹۹۶م کال پر همدې ورځ په متحده ایالاتو کې د المپیک د لوبو پر مهال یو بم و چاودید چې په پایله کې ئې یو تن ووژل شو او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ ملگرو ملتونو او سره صلیت افغانستان ته د مرستندویه الوتکو پراوازونه تر هغه وروسته وځنډول چې د طالبانو له خوا توغول شوي توغندي د کابل پر هوایي ډگر باندې ولگیدل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم