1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د جولایي د میاشتې ۲۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۰۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15dx5
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۹م کال پر همدې ورح د فرانسې ناپیلیون بونا پارټ په مصر کې ترکانو ته ماتې ورکړه.

د ۱۹۴۲م کال پر نن ورځ بریتانوي الوتکو په دویمه نړیواله جگړه کې د المان د فرانکفورت او منهایم ښارونه بمبار کړل.

د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ کونستانتینو کارامانلیس، د جلا وطنې تیرولو وروسته بیرته یونان ته راستون شو او د دغه هیواد د صدارعظم په توگه ئې لوړه وکړه.

د ۱۹۷۷م کال پر نن ورځ د مصر ولسمشر انور سادات خپلو پوځونو ته امر وکړ چې په عاجله توگه له لبیا سره په جگړه کې ډزبند مراعت کړي.

د ۱۹۹۶م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۴مه نیټه د سري لنکا په کولمبیا کې د دوو چاودونو په ترڅ کې ۶۳ تنه ووژل شول. د دغه بریدونو پړه پر تامل پړانگانو ورواچول شوه.

د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ تامل پړانگانو د سري لنکا په نړیوال هوایي ډگر او هغې ته څیرمه پر پوځي اډې باندې بریدونه تر سره کړل چې په پایله کې ئې ۲۰ تنه ووژل او نور په لسگونو ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل