نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۳۹م کال پر همدې ورځ ترکیې د اطریش ځواکونو ته ماتې ورکړه او بیلگراد ته ئې اخطار ورکړ.
د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ الجیریا د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د ۱۹۶۸م کال پر همدغه ورح یوه اسرائیلي مسافر وړونکي الوتکه چې د روم نه ئې د دغه هیواد په لور الوتنه کړې وه، وتښتول شوه. په دغه الوتکه کې ۴۸ تنه سپاره ول.
د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ د ویتنام څخه د امریکايي ځمکنیو ځواکونو وروستۍ قطعه ووته.
د ۱۹۹۶م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۲مه نیټه د ملگرو ملتونو ادارې په جنوبي سوډان کې د سیلابونو له امله زیانمنوو شوو کورنیو ته د الوتکو څخه د خوراکي توکو د ورغورځولو پریکړه وکړه. د اټکلونو له مخې شاوخوا ۷۰۰ زره انسانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وو.
د ۲۰۰۳م کال پر همدې ورځ امریکایي ځواکونو د عراق په موسول کې پر یوه کور برید وکړ چې پکښې د صدام حسین دوه زامن ووژل شول.
د ۲۰۰۴م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو د پوځ له خوا په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۰۴م کاله پورې په افغانستان او عراق کې ۳۹ تنه زندانیان له پوځ سره د بند په موده کې مړه شوي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل