1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه

نن چهارشنبه، د جولایي د میاشتې ۱۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۰۰ ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Zgl
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۷۲م کال پر همدې ورځ د بریتانیې له خوا د مخفي رایې ورکول معرفي شو.

د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ د پیرو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوه نوماند هم اړیني رایې و نه گټلې. دغه مسئله سنا ته وړاندې شوه خو پوځ قدرت په خپل لاس کې واخیست او دولت ئې گوښه کړ.

د ۱۹۷۲م کال پر همدغه ورځ د مصر دولت له دغه هیواد څخه د روسي پوځي مشاورینو د وتلو امر وکړ.

د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، له خپلې دندې استعفی وکړه او پارلمان ئې منحل کړ او په دغه هیواد کې د نوو ټاکنو اعلان وشو.

د ۲۰۰۲م کال د جولایې د میاشتې پر اتلسمه نیټه عبدالکلام د هندوستان د ۱۲ ولسمشر په توگه وټاکل شو.

د ۲۰۰۸م کال پر همدغه ورځ د افغانستان د دایکنډي په ولایت کې د فرانسې دوه تنه مرستندویان وتښتول شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم