نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۹۹م کال پر همدې ورځ د سمندري غلو مشر ونیول شو او بیا وروسته په انگلستان کې پر دار وځړول شو.
د ۱۹۲۳م کال پر نن ورځ د شوروي د سوسیالستي جمهوریت اتحاد رامنځ ته شو.
د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ نیکاراگوئه، هغه لومړنی هیواد شو چې د ملگرو ملتونو منشور ئې ومانه.
د ۱۹۶۸م کال پر نن ورځ د سولومون، جزیره د بریتانیې څخه خپلواکه اعلان کړای شوه.
د ۱۹۸۶م کال د جولایې د میاشتې پر شپږمه نیټه په مالیزیا کې دوه آسترالیایي وگړي د مخدره موادو د قاچاق په تور اعدام شول. دا لومړی وار وو چې د مخدره موادو پر ضد د مالیزیا تر قانون لاندې کوم بهرني وگړي په دغه هیواد کې اعدام شول.
د ۱۹۹۶م کال پر همدې ورځ د طالبانو له خوا یو توغول شوی راکټ د کابل ښار په یوه مارکیټ کې ولگید، چې په ترڅ کې ئې د پنځو ماشومانو په شمول ۸ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۰م کال پر دغه ورځ سویل ختیځه اروپا د سختې گرمې څپو ووهله او د تودوخې درجه د سانتي گراد تر ۴۵ درجو ورسیده او د سختې گرمې له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ دوه نامعلومه وسله والو کسانو په کابل کې د ننگرهار پخوانې والي او د فواید عامې وزیر حاجی عبدالقدیر وواژه.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پرویز مشرف پر الوتکه باندې د الوتنې یو لږ څه وروسته ډزې وشوې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش