نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۵۷م کال پر همدې ورځ دنمارک پر سویدن باندې برید وکړ. په دې وخت کې دنمارک له روسیې، پولند او اسرتیا سره لا مخکې په جګړه بوخت وو.
د ۱۹۳۷م کال پر نن ورځ دوو امریکایي پیلوټانو چې غوښتل ئې له پیسفیک څخه تیر شي لا درکه شول.
د ۱۹۴۷م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو په نیو مکسیکو ایالت کې یو شی له اسمان څخه راولوید. د متحده ایالاتو پوځ لومړۍ اعلان وکړ چې دا د بلې سیارې د اوسیدونکې هوایي بیړۍ وي خو بیا ئې وروسته وویل چې رالویدلی شی یوازی د هوا د حالاتو د معلومولو یوه بیړۍ وه.
د ۱۹۶۶م کال پر نن ورځ فرانسې د لومړي ځل له پاره یو اتومي بم وازمویه.
د ۱۹۷۶م کال پر همدغه ورځ شمالي او جنوبي یونان تر شاوخوا ۲۰ کلونو جدایي بیرته سره یوځای شول.
د ۲۰۱۰م کال د جولایي د میاشتې په دویمه نیټه طالبانو په کابل کې پر یوه تعمیر باندې برید وکړ او څلور کسان ئې ووژل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل