نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۱۶م کال پر همدې ورځ د لومړنۍ نړیوالې جگړې په پیل کې بریتانوي ځواکونو پر الماني ځواکونو بریدونه پیل کړل.
د ۱۹۲۶م کال پر نن ورځ بریتانیا او پرتگال د انگولا او نامبیبا تر منځ د پولې په سر یوې موافقې ته ورسیدل.
د ۱۹۶۱م کال پر همدغه ورځ د الجیریا اکثریت د فرانسې څخه د خپلواکۍ له پاره خپلې رایې وکارولې.
د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ روانډا او برونډایي له بلجیم څخه خپلواکي تر لاسه کړه.
د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ په متحده ایالاتو کې د لومړي ځل له پاره پوستي کوډ سیستم پرانیستل شو.
د ۱۹۶۶م کال د جولایي د میاشتې په لومړۍ نیټه فرانسې د ناټو څخه خپل وسله وال ځواک راوایست خو د ناټو غړی پاتې شو.
د ۱۹۷۴م کال پر نن ورځ د ارجنټاین ولسمشر جوان پیرون ومړ.
د ۱۹۹۹م کال پر همدغه ورځ د انگلستان ملکې الزبت دویمې د سکاټلنډ پارلمان پرانیست. دا په شاوخوا تیرو ۳۰۰ کلونو کې د دغه هیواد لومړنی پارلمان وو.
د ۲۰۰۲م کال پر نن ورځ یوه روسي الوتکه راولویده، چې پکښې ۷۱ تنه ووژل شول. د وژل شوو زیاتره برخه ماشومان وو چې غوښتل ئې په بارسیلونا کې په یوه فیستیوال کې گډون وکړي.
د ۲۰۰۴م کال پر همدغه ورځ صدام حسین تر نیول کیدو وروسته د لومړي ځل له پاره محکمې ته وړاندې کړای شو.
د ۲۰۱۰م کال د جولایي دمیاشتې پر لومړۍ نیټه په پاکستان کې پر یوه زیارت باندې دوو غبرگو ځانمرگو بریدونو په ترڅ کې ۳۵ تنه ووژل شول او نور ۱۷۵ تنه ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل