نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۵۵م کال پر دغه ورځ فلیپین ټول غیر کاتولیکي چینایي رستورانتونه وتړل.
د ۱۸۹۴م کال پر نن ورځ د لندن برج د نندارۍ له پاره پرانیستل شو.
د ۱۹۶۰م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو له کیوبا څخه د بورې راواردول بند کړل.
د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ روانډا او برونډایي خپلواکي تر لاسه کړه.
د ۱۹۷۰م کال د جون د میاشتې په ۳۰مه نیټه د فوټبال د نړیوالو اتلولیو په پایلوبه کې برازیل ایټالې ته د ۴ یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
د ۱۹۸۰م کال د جون د میاشتې پر ۳۰مه نیټه د ختیځ المان صدراعظم هیلومت شمدت، مسکو ته سفر وکړ.
د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ سپین هغه دریم هیواد شو چې هم جنس پرستو ته ئې د واده کولو اجازه ورکړه.
د ۲۰۱۰م کال پر نن ورځ د فلیپین ولسمشر بینگینو آکوینو دریم، د دغه هیواد د ولسمشر په توگه لوړه وکړه.
د ۲۰۱۲م کال همدغه ورځ د مصر لومړني ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي، د خپلې دندې لوړه وکړه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش