1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

نن یکشنبه، د جون د میاشتې ۲۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15KZC
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۳۵م کال پر همدې ورځ د روم امپراطور چارلس پنځم، تونس ولکه کړ.

د ۱۸۹۴م کال پر نن ورځ د فرانسې ولسمشر سعدي کارنو، د یوه ایټالوي له خوا په لیون کې ووژل شول.

د ۱۹۲۲م کال پر همدغه ورځ د المان د بهرنیو چارو وزیر والتر راتیناو، چې یهود وو د یوه ښي اړخه الماني له خوا ترور شو.

د ۱۹۷۸م کال پر نن ورځ د یمن ولسمشر احمد حسین په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د ۲۰۰۵م کال د جون د میاشتې په ۲۴مه نیټه په چین کې سیلابونو ډیر ځاني او مالي تاوانونه واړول. دغو سیلابونو شاوخوا ۵۳۶ تنه ووژل.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د عراق یوې محکمې د پخواني ولسمشر صدام حسین یوه نزدي خپلوان او نورو دوو تنو پخواني چارواکو ته د ۱۸۰۰۰ کردانو د وژلو په تور د مرگ سزا واوروله.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل