1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

نن جمعه، د جون د میاشتې ۲۲مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Jew
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ د اورپا او برازیل تر منځ د تیلیگراف لومړۍ لیکه ټینگه شوه.

د ۱۹۴۱ کال پر نن ورځ المان روسیه ونیوله.

د ۱۹۹۵م کال پر همدغه ورځ د روسیې د هغه ولسمشر یلسن وویل چې که کابینه پارلمان د هغه کابینه رد صلاحیت کړي، نو دې به هم پارلمان ملغی اعلان کړي.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ به استرالیا کې په یوې لیلیې کې د اور له کبله ۱۵ کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۴م کال د جون د میاشتې په ۲۲۱مه نیټه متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د صدام حسین په گډون به ټول عراقي لوړ پوړي زندانیان د دغه هیواد چارواکو ته ورتسلیم کړي.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ ناټو اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان پر پوله ئې ۶۰ یاغیان وژلي دي.

د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د څه نا څه ۳۰۰۰۰ سرتیرو د راایستلو امر وکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل