نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۶۵م کال پر همدې ورځ هسپانیانو له پرتگال او انگلستان څخه ماتې وخوړه.
د ۱۸۴۳م کال پر نن ورځ مايوریانو په نیوي زیلند کې د بریتانویانو پر ضد پاڅون وکړ.
د ۱۹۶۷م کال پر همدغه ورځ چینایانو د هایدروجن بم ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ جاپان او متحده ایالاتو یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به ئې متحده ایالات جاپان ته د اوکینوا جزیره جاپان ته ورسپاري.
د ۱۹۹۱م کال د جون د میاشتې پر شپاړسمه نیټه د جنوبي افریقا پارلمان د تبعیض قانون له منځه یووړ.
د ۲۰۰۴م کال پر همدې ورځ یوې بمي چاودنې چې پکښې د عراق امنیتي ځواکونه په نښه کړای شوي وو، ۴۱ تنه ووژل او تر ۱۴۲ تنو زیات ئې ټپیان کړل.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ په کابل کې یوې بمې چاودنې چې د پولیسو د اکادمې په سرویس موټر تر سره شوه، پکښې ۳۵ تنه ووژل شول او نور ۵۲ تنه ئې ټپیان کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم