نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۷۵م کال پر همدې ورځ پولند او فرانسې ایتلاف وکړ.
د ۱۹۰۳م کال پر نن ورځ د صربستان پاچا او د هغه میرمن د یوې کودتا په ترڅ کې ووژل شول.
د ۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د هالند شهزادگۍ کاناډا ته ورسیده.
د ۱۹۸۱م کال پر نن ورځ په ایران کې د یوې سختې زلزلې له امله ۱۵۰۰ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په افغانستان کې د دودیزي لوی جرگې له خوا حامد کرزی د افغانستان د منځمهاله ادارې د مشر په توگه وټاکل شو.
د ۲۰۱۱م کال د جون د میاشتې پر یوولسمه نیټه د سومالیې چارواکو وویل چې په ۱۹۹۸م کال په کینیا کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د بمي چاودنو اصلي طراح د سومالیي ځواکونو له خوا وژل شوی دئ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش