نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ په رودیسیا کې د ذغالو په یوه معدن کې د چاودنې له کبله ۴۳۱ کسان ووژل شول.
د ۱۹۸۲م کال پر نن ورځ اسرائیلو لبنان ونیوه.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په کولمبیا کې زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان ووژل.
د ۲۰۰۳م کال د جون د میاشتې په شپږمه نیټه په روسیه کې یوې ښځینه ځانمرگې برید کوونکې له خپل ځان سره ۱۷ نور وگړي ووژل.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ وسله والو کسانو ذکیه زکي، به افغانستان کې د خپل کور په مخ کې ووژله. هغه د یوې راډیو مشره وه.
د ۲۰۰۸م کال پر نن ورځ به سریلانکا کې بمي چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او ۶۷ تنه نور ئې ټپیان کړل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم