1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

نن شنبه د جون د میاشتې ۲ نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/156pU
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۵م کال پر همدې ورځ په فرانسه کې ناپیلیون بونا پارټ د یوه لیبراله اساسي قانون د پلي کولو اعلان وکړ.

د ۱۸۸۱م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر جیمز گارفیلډ د یوه تن له خوا تر ویشتل کیدو ۸۰ ورځې وروسته مړ شو.

د ۱۹۵۳م کال پر همدغه ورځ د انگلستان ملکې الزبت دویمې ته د خپل پلار تر وفات کیدو ۱۶ میاشتې وروسته د انگلستان د شاهي کورنۍ تاج ور پر سر کړل شو.

د ۱۹۶۴م کال پر نن ورځ د فلسطین د آزادي غوښتونکو تنظیم چې انگلیسي مخفف ئې PLO دئ تأسیس شو.

د ۱۹۶۵م کال پر همدې ورځ په جاپان کې په یوه معدن کې د چاودنې له امله ۲۰۰ تنه کان کیندونکي ووژل شول.

د ۱۹۶۶م کال د جون د میاشتې پر دویمه نیټه اندونیزیا او مالیزیا پر دې موافقه وکړه چې خپلې پنځه کلنې دښمنې ته د پای ټکی کښیږدي.

د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ د نیپال معزول کړل شوی پاچا په دې راضي شو چې په سوله ییزه توگه په کټمنډو کې شاهي ماڼۍ پریږدي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش