1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

نن پنجشنبه، د مې د میاشتې ۳۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۲مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/155Oh
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۰م کال پر همدې ورځ په امریکا کې د چاپ د حق قانون رامنځ ته شو.

د ۱۹۳۱م کال پر نن ورځ به بحرین کې د تیلو زیرمې وموندل شوي. دا په عربي نړۍ کې د تیلو زیرمو لومړی کشف وو.

د ۱۹۶۱م کال پر همدغه ورځ جنوبي اقریقا له انگلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه.

د ۱۹۷۰م کال پر نن ورځ په پیرو کې زلزله وشوه چې په پایله کې ئې ۶۶۰۰۰ کسان ووژل شول، ۲۰۰۰۰ لا درکه شول او ۲۰۰۰۰۰ نور ټپیان شول.

د ۱۹۷۳م کال د مې د میاشتې پر ۳۱مه نیټه د متحده ایالاتو سنا په کمبودیا کې د امریکا د بمباریو له پاره ټولې پېسې قطع کړې.

د ۲۰۰۴م کال پر همدغه ورځ په کراچې کې په یوه مسجد کې بم وچاود چې په پایله کې ئې ۱۶ کسان ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم