نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۵۴م کال پر همدې ورځ د فرانسې پاچا هینري دویم، پر هالنډ برید وکړ.
د ۱۶۴۹م کال پر نن ورځ انگلستان د پاچا چارلس اول، تر وژل کیدو وروسته د جمهوریت اعلان وکړ.
د ۱۸۸۱م کال پر همدې ورځ د امریکا سور صلیب د کلارا بارتون له خوا تأسیس شو.
د ۱۹۱۶م کال پر نن ورځ بریتانویانو د ورځې د رڼا څخه د زیاتې گټې اخیستلو وخت معرفي کړ. چې اوس په یو شمیر هیوادونو کې په دوبي او ژمي کې د رڼا څخه د گټې اخیستې په موخه ساعتونه یو ساعت مخکې کیږي او وروسته کیږي.
د ۱۹۶۴م کال د مې د میاشتې پر ۱۹مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا خبره ښکاره کړه چې په مسکو کې د دوی په سفارت کې ۴۰ پټ ځای پر ځای کړل شوي مایکروفونونه موندل شوي دي.
د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ پخواني شوروي اتحاد او ختیځ المان د لسو کلونو له پاره په اقتصادي، صنعتي او تخنیکي برخو کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د کولمبیا یوه مسافر وړونکي الوتکه رالویده چې پکښې ۱۳۲ تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۷م کال پر همدغه ورځ په بنگله دیش کې گرد بادونو تر ۳۵۰ څخه زیات کسان ووژل.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د بریتانیا لومړی وزیر، ټوني بلیر د خپلې دندې څخه د لیرې کیدو تر مخه عراق ته وروستی سفر وکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی