نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۰۴م کال پر همدې ورځ ناپیلیون بونا پارټ ځان د فرانسې د امپراطور په توگه اعلان کړ.
د ۱۸۶۰م کال پر نن ورځ ابراهم لنکن د متحده ایالاتو ولسمشرې ته کاندید شو.
د ۱۸۹۹م کال پر همدغه ورځ د سولې نړیوال کانفرنس د هالنډ په هاگ کې تر سره شو.
د ۱۹۶۷م کال پر همدې ورځ ملگرو ملتونو د مصر دا غوښتنه ومنله چې د غزې له تراډې څخه د ملگرو ملتونو ځواکونه وباسي.
د ۱۹۷۴م کال د مې د میاشتې پر ۱۸مه نیټه هندوستان د لومړي ځل له پاره د راجهستان په دښته کې اتومي ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ پوځي څارونکو په روانډې کې د فرقیي شخړو له امله د ۲۰۰ زرو تنو د وژلو راپور ورکړ.
د ۲۰۰۲م کال پر نن ورځ پولیسو د جنوبي کوریا د ولسمشر ځوان زوی کیم هانگ گول ونیوه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش