1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

نن چهار شنبه، د مې د میاشتې ۱۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۳۷ ورځ ده. د کال پای ته ۲۲۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14wJz
انځور: Stauke - Fotolia

10په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۶۶م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو پارلمان د نیګل کیندنه قانوني اعلان کړه.

د ۱۹۲۹م کال پر نن ورځ د لومړي ځل له پاره هالیود د اکادمې جایزې ورکړل شوې.

د ۱۹۴۱م کال پر همدغه ورځ د ایسلند پارلمان له دینمارک سره خپل تړون له منځه یووړ او خپله ازادي ئې اعلان کړه.

د ۱۹۶۹م کال پر نن ورځ جنرال پارک چونگ هي په جنوبي کوریا کې یوه پوځي کودتا په لاره واچوله او تر ۱۹۷۱ کاله پورې ئې واک په لاس کې درلود. هغه بیا په ۱۹۷۱ کال کې د خپل استخباراتي مشر له خوا ووژل شو.

د ۱۹۸۹م کال د مې د میاشتې پر ۱۶مه نیټه په سلگونه زره کسان په بیجنگ کې د هغو محصلینو د مرستې له پاره راووتل چې د ازادي له پاره ولاړ شوي ول.

د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ په فرانسې کې لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په کار پیل وکړ.

د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ په سعودي عربستان کې له ایراني مشر محمد خاتمي څخه تود هر کلی وشو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل