نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۱۸م کال پر همدې ورځ د لومړي ځل له پاره د واشنگټن، فیلاډلفیا او نیویارک تر منځ د هوا له لارې د پوستې لیږدول و ازمویل شول.
د ۱۰۲۳م کال پر نن ورځ انگلستان په رسمي توگه د ختیځ اردن خپلواکي ومنله.
د ۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې هالند المان ته تسلیم شو.
د ۱۹۵۵م کال پر نن ورځ د اطریش د یوه خپلواکه هیواد په توگه د منلو تړون لاسلیک شو.
د ۱۹۶۲م کال د مې د میاشتې پر پنځلسمه نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر جان ایف کینډي په تایلنډ کې د نورو ۴۰۰۰ سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر وکړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د فرانسې صدراعظم میشایل روکارد له خپلې دندې استعفی وکړه.
د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ په اذربایجان کې د اپوزیسون په زورونو تنو ملاتړ کوونکو د پارلمان او د ولسمشرۍ ماڼې ونیوله.
د ۱۹۹۸م کال پر همدغه ورځ هندوستان په یوه اونۍ کې د پنځو اتومي ازموینو تر سره کولو وروسته ځان د اتومي بم لرونکي هیواد په نوم اعلان کړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل