نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۰۲م کال پر همدې ورځ د سویډن پاچا چارلس دولسم، وارسا ولکه کړ.
د ۱۸۱۱م کال پر نن ورځ پراگوایي له هسپانیې څخه خپلواکي واخیسته او اوس هغوې دغه ورځ د خپلې خپلواکۍ د ورځې په نوم لمانځي.
د ۱۹۲۱م کال پر همدغه په ایټالیې کې فاشسټانو ټاکنې وگټلې.
د ۱۹۶۴م کال پر نن ورځ د پخواني شوروي اتحاد لومړي وزیر نیکیتا خروشف، په مصر کې د اسوام بند پرانیست.
د ۱۹۸۷م کال د مې د میاشتې پر څوارلسمه نیټه پوځ د فیجي پر پارلمان یرغل وروړ او تر هغې وروسته ئې د پوځي حکومت اعلان وکړ چې لومړې وزیر او د هغې کابینه ئې وتښتوله.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ ولسمشر کارلوس مینم په ارجنټاین کې د دوهم دور ټاکنې په لوی اکثریت سره وگټلې.
د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ یوگوسلاویا وویل چې د کوزو په یوه کلې د ناټو بمبارې ۸۷ ملکي کسان وژلي دي. ناټو بیا وویل چې دغه کلی یوه پوځي اډه وه او دغه وژل شوي کسان د صربیا د ځواکونو له لوري د انساني ډال په توگه استعمال شوي دي.
د ۲۰۰۱م کال د مې د میاشتې پر ۱۴مه نیټه اروپایي کمیسون او د اروپایې اتحادیې اجرائیوي هیئت له شمالي کوریا سره دیپلوماتیکي اړېکې ټینگې کړې.
د ۲۰۰۲م کال پر نن ورځ په کشمیر کې شکمنې اسلامپالې وسله والې ډلې پر یوې پوځي اډې برید وکړ او پوځیان او د هغوی پر کورنیو ئې ډزې وکړې. د دغه برید په ترڅ کې ۳۳ تنه ووژل شول چې پکښې ۱۰ تنه ماشومان هم شامل ول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل