نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۰۹م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونو د ناپیلیون بوناپارټ په مشرې، وینا ولکه کړ.
د ۱۸۸۸م کال پر نن ورځ په برازیل کې پر غلامې باندې بندیز ولگول شو.
د ۱۹۶۲م کال پر همدغه ورځ وسله والو د انډونیزیا د ولسمشر د ترور هڅه وکړه، خو ولسمشر له دې بریده روغ رمټ ووت.
د ۱۹۶۸م کال پر نن ورځ د امریکا متحده ایالاتو او د شمالي ویتنام مرکچیانو په پاریس کې د سولې خبرې اترې پیل کړې.
د ۱۹۷۰م کال پر همدغه ورځ اسرائیل پر لبنان برید وکړ تر څو د چریکي اورپکو مرکزونه له منځه یوړل شي.
د ۱۹۸۱م کال د مې د میاشتې پر ۱۳مه نیټه په روم کې پر پاپ جان پاول دویم، باندې د یوه ترکي وگړې له خوا ډزې وشوې او هغه ئې سخت زخمي کړ. داسې گمان کیږي چې د دغه برید تر شا د ختیځې اروپا د استخباراتو لاس وي.
د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ دوه تنه امریکایي پيلوټان په فلیپين کې د کلارک هوایي پوځي اډې تر څنگ ووژل شول.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د افغانستان په سویل کې د امریکایي پوځي عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملا داد الله، ووژل شو.
د ۲۰۰۸م کال د مې د میاشتې پر ۱۳مه نیټه د هندوستان په جی پور کې د بمي چاودونو له امله ۶۰ تنه ووژل شول او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شول.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ د پاکستان پر نیمه پوځي میلشو دوه غبرگو ځانمرگي بریدونو ۶۶ تنه ووژل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل