نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۲۰م کال پر همدې ورځ شوروي اتحاد د جورجیا خپلواکي ومنله.
د ۱۹۲۶م کال پر نن ورځ فرانسوي هوایي ځواکونو د عربي انقلاب پر وخت، په دمشق بمباري وکړه.
د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ المان او ایټالیې د پوځي او سیاسي ائتلاف اعلان وکړ.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ په بنگله دیش کې تیز بادونه د دې سبب شو چې د مرستو مخه ډب کړي او نور زیانونه هم رامنځ ته کړي. تر دې وړاندې په بنگله دیش کې گرد بادونو د ۱۲۵ زره انسانانو ژوند اخیستې وو.
د ۱۹۹۵م کال د مې د میاشتې پر ۷مه نیټه ژاک شیراک، د فرانسې د ولسمشرې ټاکنې وگټلې.
د ۲۰۰۰م کال پر همدې ورځ په سیرالیون کې یاغیانو ملکي خلک د انساني ډال په توگه استعمالول. یاغیان دا وخت د ملگرو ملتونو له ځواکونو سره په جگړه بوخت وو.
د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې پر دولتي ودانیو باندې بریدونه تر سره کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل