نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۱۵م کال پر همدغه ورځ په پاریس کې فابریکې د لاسي چترې په جوړولو پیل وکړ.
د ۱۹۲۴م کال پر نن ورځ د فرانسې په پاریس کې ښار کې د اولمپیک لوبې پیل شوې.
د ۱۹۳۱م کال پر همدغه ورځ مصطفی کمال د ترکیې ولسمشر شو.
د ۱۹۴۵م کال د مې د میاشتې پر ۴مه نیټه په هالنډ، ډنمارک او ناروې کې الماني ځواکونه تسلیم شول.
د ۱۹۴۶م کال پر همدې ورځ د سن فرانسیسکو په یوه زندان کې د دوه ورځې تر بلوا وروسته ۵ تنه ووژل شول.
د ۱۹۴۸م کال پر نن ورځ د هاگ د قانون محکمې هانس راوتر، ته د مرگ سزا واوروله.
د ۱۹۷۸م کال پر همدغه ورځ د روسې ولسمشر برژنف له ختیځ المان څخه لیدنه وکړه.
د ۱۹۸۳م کال پر همدې ورځ چین یوه اتومي ازموینه تر سره کړه.
د ۱۹۸۶م کال پر همدغه ورځ افغان ولسمشر ببرک کارمل د گوند له مشرې څخه استعفا وکړه.
د ۲۰۰۱م کال د مې د میاشتې پر ۴مه نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په دې اړه پریکړه وکړه چې د بن لادن تر وژل کیدو وروسته د نوموړې پیښې انځورونه خپاره نه کړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش