نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:
د ۱۵۳۲م کال پر همدې ورځ لومړي سلیمان چې هغه وخت د ترکیې پاچا وو هنګري ونیوله او د ویانا په لور ئې پرمختگ پیل کړ.
د ۱۷۹۸م کال پر نن ورځ فرانسې د استریا پر ضد د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۲۸م کال پر همدغه ورځ روسیې د ترکیې پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۸۶۰م کال پر نن ورځ هسپانیې او ماراکو د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۵۴م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ملگرو ملتونو غړو هیوادونو غونډه وکړه او په کوریا کې ئې د آزادو ټاکنو په لاره اچولو باندې ټینگار وکړ.
د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ یوه هندۍ الوتکې د کښیناستلو پر مهال له یوې لارۍ سره ټکر وکړ چې په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل