1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

نن د جمعې ورځ د اپریل د میاشتې ۲۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14i85
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۷۹۲م کال پر همدې ورځ فرانسې له اتریش سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۵۴م کال پر نن ورځ اتریش او پروسیا د روسې پر ضد دفاعي ائتلاف جوړ کړ.

د ۱۹۰۸م کال پر همدغه ورځ د استرالیا په ویکتوریا کې د اورگاډي د ټکر له امله ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۲۳م کال پر نن ورځ د مصر اساسي قانون تصویب شو.

د ۱۹۵۷م کال د اپریل د میاشتې پر شلمه نیټه متحده ایالاتو له اسرائیل سره بیرته مرستې پيل کړي.

د ۱۹۷۰م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ریچارډ نیکسن له ویتنام څخه د ۱۵۰ زره امریکایي سرتیرو د راایستلو اعلان وکړ.

د ۱۹۸۸م کال پر نن ورځ د ایکوارډو یوه الوتکه په کولمبیا کې راولویده چې پکښې ټول ۵۳ سپاره کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۱م کال د اپریل د میاشتې پر شلمه نیټه د متحده ایالاتو یو لوړپوړي پوځي چارواکو د پاکستان پر استخباراتي شبکې ISI تور ولگاوه چې د طالبانو له شبکې سره نزدي اړیکي لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش