1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

نن د پنجشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14gri
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۸۳م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو سنا د امریکا د خپلواکۍ د جگړې د پای اعلان وکړ.

د ۱۸۵۹م کال پر ننۍ ورځ اتریش ساردینیا ته د بې وسلې کیدو له پاره ضرب العجل وټاکه، خو هغوی دا غوښتنه رد کړه.

د ۱۹۱۱م کال پر همدغه ورځ په پرتگال کې کلیسا او دولت سره جلا کړل شول.

د ۱۹۲۸م کال پر همدې ورځ جاپانیانو د چین، شانتونگ ولکه کړ.

د ۱۹۶۴م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۹مه نیټه په لاوس کې ایتلافي حکومت د پوځ د یوه ښي اړښه گروپ له خوا د کودتا په ترڅ کې معزول کړای شو.

د ۱۹۹۵م کال پر همدغه ورځ د اوکلوهاما په ښار کې یوې لارۍ چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای کړل شوي ول د یوې دولتي ودانۍ سره تر جنگیدو وروسته ۱۶۸ تنه ووژل او شاوخوا ۵۰۰ تنه ئې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ د فلیپین د هوایي شرکت د یوې مسافر وړونکي الوتکې د رالویدو له امله ۱۳۱ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۸م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۹مه نیټه په افغانستان کې د پاکستان سفیر د یوه عربي تلویزون له خوا په یوه ویدیو کې راڅرگند شو چې او ویویل چې هغه ۲ میاشتې وړاندې د طالب اورپکو له خوا تښتول شوی دئ. طارق عزیزالدین بیا وروسته د مې د میاشتې پر ۱۷مه نیټه آزاد کړای شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش