نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۱۵م کال پر همدې ورځ اتریش له نیپال سره د جگړې اعلان وکړ. د نیپال پاچا یواخیم مرات روم ولکه کړی وو.
د ۱۸۵۰م کال پر نن ورځ فرانسوي ځواکونو روم ونیوه.
د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر روزولت د ۶۳ کلنۍ په عمر کې د مغزي سکتې له امله ومړ. هرې ترومن د هغه د ځای ناستي په توگه لوړه وکړه.
د ۱۹۶۱م کال د اپریل د میاشتې پر دولسمه نیټه روسی فضانورد، یوري گورگین لومړی تن وو چې فضا ته ئې سفر وکړ.
د ۱۹۶۶م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو د شمالي ویتنام پر وړاندې د لومړي ځل له پاره هوایي بریدونه پیل کړل.
د ۱۹۸۳م کال پر نن ورځ هارولد واشنگټن د شکاگو لومړنی تورپوستی ښاروال وو.
د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ ناټو د بوزنیا د هوایي قلمرو د کنترولو پلان پیل کړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل