نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۶۴م کال پر همدې ورځ د تروا، د سولې تړون د انگلستان او فرانسې تر منځ جگړې ته د پای ټکی کیښود.
د ۱۸۹۴م کال پر نن ورځ یوگندا د انگلستان د تحت الحمایې هیواد په نوم اعلان شو.
د ۱۹۲۱م کال پر همدغه ورځ په متحده ایالاتو کې آیووا، لومړنی ایالت شو چې پر سگریټو ئې مالیه ولگوله.
د ۱۹۶۱م کال د اپریل د میاشتې پر یوولسمه نیټه نایجریا له جنوبي افریقا سره په تجارت باندې بندیز ولگاوه.
د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ د یوگندا ولسمشر عیدي امین، د یاغیانو له خوا د کنترول تر لاسه کولو وروسته له دندې گوښه کړای شو.
د ۱۹۸۱م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریگن په روغتون کې د ۱۲ ورځو تیرولو سپینې ماڼۍ ته راستون شو. ریگن د ترور په یوه هڅه کې ټپي شوی وو.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری په رسمي توگه د خلیج د جگړې پای اعلان کړه.
د ۱۹۹۹م کال د اپریل د میاشتې پر یوولسمه نیټه هند د منځني واټن (شاخوا ۲۰۰۰ کیلومتره) ویشتونکي یوه توغندي چې له ځانه سره ئې د اتومي وسلو د لیږد توان هم درلود ازموینه تر سره کړه. دوه ورځې وروسته پاکستان هم د داسې یوه توغوندي د ازموینې د تر سره کولو اعلان وکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل