1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۹۹مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14Za4
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۸۹م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د سنا مجلس خپله لومړی غونډه تر سره کړه.

د ۱۸۷۹م کال پر نن ورځ د لومړي ځل له پاره شوده د شیشو په بوتلونو کې د خرڅلاو ته وړاندې شول.

د ۱۹۷۷م کال پر همدغه ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر رابن له خپلې دندې گوښه شو.

د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ چین د المپیک په نړیوال سازمان کې شامل شو.

د ۱۹۹۰م کال د اپریل د میاشتې پر اوومه نیټه د نیپال پاچا بریندرا، د ۳۰ کلونو وروسته پر سیاسي گوندو لگیدلی بندیز لرې کړ.

د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په پینټاگون او د متحده ایالاتو په ټولو پوځي اډو کې د سگریټ پر څکولو بندیز ولگول شو.

د ۱۹۹۴م کال پر نن ورځ د جاپان لومړی وزیر موريهيرو هوسوكاوا، له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د ۲۰۱۰م کال پر همدې ورځ په کرغزیستان کې د تاو تریخوالي په پیښو کې تر سلو زیات کسان ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم