نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۵۹م کال پر نن ورځ د هسپانیې او فرانسې تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.
د ۱۹۴۱م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې بریتانوي ځواکونو د لیبیا د بنغازي بندر خالي کړ.
د ۱۹۴۸م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو هغه مارشال پلان په لاره واچوه چې موخه ئې په دویمه نړیواله جگړه کې زیانمنو شوو د ۱۶ اروپایي هیوادونو سره د بیارغونې په برخه کې مرسته وه، چې د دې کار له پاره ۵،۳۳ میلیارده ډالر ځانگړي شوي ول.
د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جیمي کارتر، د نیوترون بم د نه تولیدلو پریکړه وکړه.
د ۱۹۷۸م کال د اپریل د میاشتې پر ۳مه نیټه د انگلستان صدراعظمې مارگریت تیچر، د فلک لنډ جزیري ته د سمندري ځانگړي ځواکونو د لیږلو امر صادر کړ.
د ۱۹۸۸م کال پر همدې ورځ عراق وویل چې د دوی جنگي الوتکو د ایران د تیلو دوه فابریکي بمباري کړي دي، خو ایران بیا وویل چې دغه بمونه د استوگنې په ځایونو کې لږیدلې دي.
د ۱۹۹۶م کال د اپریل د میاشتې پر دریمه نیټه د متحده ایالاتو یوه پوځي الوتکه چې په هغې د دغه هیواد د اقتصاد وزیر او نور ۳۲ تنه سپاره ول په کروشیا کې رانسکوره او پکښې ټول سپاره کسان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش